د سري لنكا او زمبابوے ترمينځه دويم يو ورځنې مېچ سبا كېږي

پالے کېلی ۔17جنوری(اے پی پی) د سري لنكا او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز دويم مېچ سبا د نهې په ورځ په انټرنېشنل سټیډیم پالے کېلی كښې كیږي۔ آئی لېنډرز ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ سري لنكن لوبډلې په اولني مېچ كښې زمبابوے ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 21 مه نېټه هم په دې ګراؤنډ كولې شي۔ د زمبابوے لوبډلې مشري كرېګ ارون او د كوربه لوبډلې مشري داسن شاناكا كوي۔