د عبد الله ګل اسلامي نړۍ څخه افغانستان لپاره د فوري مرستې پېل كولو غوښتنه

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د تحريک جوانان پاكستان چيئرمېن محمد عبدالله حميد ګل په اسلام آباد کښې د افغانستان سفير سردار احمد خان شکېب سره مهم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې اترې وشوې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې محمد عبد الله حميد ګل په اسلامي نړۍ زور راوړو چې افغانستان دا مهال د يخنۍ په موسم كښې تر ټولو بد بشري بحران سره مخ دې ٬ اسلامي نړۍ بايد د افغانستان په روانه وضعه غلي پاتې نه شي بلكې راوړاندې كېدو سره بشپړه مرسته وكړي۔ هغه ووئيل دا مهال په افغانستان كښې درجه حرارت د صفر نه ښكته شوې دې كوم چې اندښمن دې۔ د بېنکنګ سسټم بندېدو سره افغان وګړي ډېر كمزورې ژوند تېروي۔ هغه ووئيل د بشري حقونو تشه د خلې دعوی كوؤنكو د افغان اولس 9.5 بلین ډالره منجمد كړي دي كومه چې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي ده۔ هغه وئيل د 20 لكه ووټونو ترلاسه كوؤنكي اشرف غني حكومت تسليم كړې شو او چا سره چې ټول افغان اوس ولاړ دې د هغوي حكومت تسليمولې نه شي۔ هغه ووئيل د لوظنامې لمخې د طالبانو حكومت به خپله خاوره د كوم هم هېواد په ضد كارولو له ورنكړي۔ دا مهال د طالبانو عبوري حكومت د ټولو قبائلو او ګوندونو نمائندګي كوي۔