اولېمپین راؤ سلیم ناظم د کبډۍ لوبغاړي محمد شکیل جټ په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) د پنجاب هاكي اېسوسي اېشن پخواني سېكرټري اولېمپین راؤ سلیم ناظم د نړيوال کبډی لوبغاړي محمد شكيل جټ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كبډي لوبې ته وده وركولو له به د ارواښاد خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔