5 م سټوډنټس اولمپک ګېمز (سبا) پېل كېږي

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د پاکستان سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې او د وهيل کالجز په مرسته د 5م سټوډنټس اولمپک ګېمز (سبا) منی سپورټس کمپلېکس کراچی كښې پېل كېږي۔ د پاکستان سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن صدر مقبول آرائیں ووئيل د ګېمز ټول انتظامات بشپړ شوي۔ هغه ووئيل ګېمز كښې د بېلو سكولونو او كالجونو هلكان او انجونې زده كوؤنكي برخه اخلي په كومو كښې چې آرچری، باسکټ بال، …

اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د پاکستان سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې او د وهيل کالجز په مرسته د 5م سټوډنټس اولمپک ګېمز (سبا) منی سپورټس کمپلېکس کراچی كښې پېل كېږي۔ د پاکستان سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن صدر مقبول آرائیں ووئيل د ګېمز ټول انتظامات بشپړ شوي۔ هغه ووئيل ګېمز كښې د بېلو سكولونو او كالجونو هلكان او انجونې زده كوؤنكي برخه اخلي په كومو كښې چې آرچری، باسکټ بال، فټ سال، کرکټ، تھروبال، سکېټنګ تائیکوانډو، روپ سکېپنګ، جمناسټک او د رسه کشۍ مقابلې شاملې دي۔ د درې کېټګریز مقابلې به كولې شي كومو كښې چې انډر۔14، انډر۔17 او انډر۔21 شامل وي۔ دا لوبې به تر 22 جنورۍ روانې ساتلې شي ا كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته به ټرافۍ ٬ سندونه او كېش ايوارډ وركولے شي۔

مزید خبریں