کابل 05 جنوري (اے پي پي) طالبانو وئيلي دي چې نړيواله ورورلي بايد په كابل كښې نوې عبوري حکومت اومني۔افغانستان كښې نوې حکومت سره رابطې او اشتراک عمل ته اړتيا ده٬ بايد نړيواله ورورولي د څه ډول ويرې ترهې څخه كار وانخلي۔ د افغانستان په ضد لګيدلې بنديزونو په صورت كښې افغانان له په ناجائزه ډول اجتماعي سزا وركړې كېږي۔ دا خبره د طالبانو يو وياند عبدالقهار بلخي د المان …
نړيواله ورورولي دې په کابل كښې د افغانستان نوې حکومت اومنې،د طالبانو وياند
کابل 05 جنوري (اے پي پي) طالبانو وئيلي دي چې نړيواله ورورلي بايد په كابل كښې نوې عبوري حکومت اومني۔افغانستان كښې نوې حکومت سره رابطې او اشتراک عمل ته اړتيا ده٬ بايد نړيواله ورورولي د څه ډول ويرې ترهې څخه كار وانخلي۔ د افغانستان په ضد لګيدلې بنديزونو په صورت كښې افغانان له په ناجائزه ډول اجتماعي سزا وركړې كېږي۔ دا خبره د طالبانو يو وياند عبدالقهار بلخي د المان نشرياتي ادارې سره خپله مركه كښې وكړه۔ وياند عبدالقهار بلخي كوم چې د افغانستان په خارجه وزارت كښې ترجماني هم كوي ، ووئيل افغانستان كښې نوې حكومت يو حقيقت دے او افغان حکومت لپاره د طالبانو حکومت ټكې استعمالول غلط دے كوم چې د څه الوتكې د لارې نه دې راغلې او نه د غير ملکي څواكونو حمايت لري بلکه دا حکومت د افغانستان د اولس نمائنده دے او بايد نړۍ دا اوس اومني۔ جينكۍ د تعليم څخه محروم ساتلو په اړه ده ووئيل دا بيان په دروغو اډانه دے۔ دا رښتيا نه دي٬افغانستان كښې د جينكو لپاره د پرائمري نه تر پوهنتون كچې تعليمي ادارو ته د تللو او تعليم ترلاسه كولو اجازه ده،په سرکاري سکولونو كښې ګريډ ون نه تر ګريډ 6 جينكۍ سكول ته ځي، د تعليم ترلاسه كولو حق او نور حقونه شامل دي كوم چې اسلام هغوې له وركړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغانستان اولس د اسلامي قانون نفاذ لپاره 43 كاله د دوه نړيوالو طاقتونو سره جنګيدلې دي،افغانستان اسلامي ټولنه ده كوم كښې چې 99.9 فيصده آبادي مسلمانان دي۔ د صحافت آزادې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان كښې ميډيا آزاد او متحرك ده په دې كښې څه شك نشته،افغانستان كښې د غير ملکي ميډيا په شان اے اېف پي، الجزيره او المان خبر رسنې ادارې غړي كار كوي او ما دلته د هغوې د كار كولو په اجازت نامه لاس ليك كړې خو په دې افسوس لرم چې ځينې ميډيا هائوسز بند دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن راوستلو او په دې مهال څه قتل او مړي نه دې شوې خو دې څخه وړاندې د جنګ په مهال به د ورځې 200 نه تر 300 بې ګناه وګړې وژلې كيدل۔ ده ووئيل افغانستان په ضد لګيدلې بنديزونو په صورت كښې افغانانو له په ناجائز ډول اجتماعي سزا وركړی كېږي كومه چې د افسوس خبره ده











