سعودي عربستان ٬ نوموړې عالم دين شېخ صالح اللحيدان په حق ورسېد

ریاض۔5جنوری(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې نوموړې عالم دين او د سينئر علماﺀ كمېټۍ غړي شېخ صالح اللحيدان په حق رسېدلې۔ د ابلاغ ذريعو لمخې د شېخ اللحيدان كورنۍ په خپل يو ټويټر پېغام كښې وئيلي دي چې څو اونۍ وړاندې هغه د ناروغتيا درملنو له روغتون كښې داخل كړې شوې وو چرته چې هغه په حق ورسېد۔ هغوي زياته كړه چې شېخ اللحيدان په سعودي عربستان كښې په يو شمېر منصوبو كار كړې او د يو شمېر كتابونو مصنف پاتې شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي د شېخ اللحيدان مړينې اعلان سره په سوشل ميډيا د علماﺀ كرامو ٬ سكالرانو او ګڼ شمېر نورو مهمو شخصياتو لخوا غمرازي ښكاره كولې شي