د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل نائف بن فلاح الحجراف نن د پاكستان په دوره راځي. د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل نائف بن فلاح الحجراف به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د پاكستان په دوره راځي. د خارجه دفتر وياند له مخې سېكرټري جنرل د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په بلنه د پاكستان دوره كوي. د دورې په مهال به سېكرټري جنرل د پلاوو په كچه د خبرو نه علاوه د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير …

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د خليج مرستې كونسل سېكرټري جنرل نائف بن فلاح الحجراف به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د پاكستان په دوره راځي. د خارجه دفتر وياند له مخې سېكرټري جنرل د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په بلنه د پاكستان دوره كوي. د دورې په مهال به سېكرټري جنرل د پلاوو په كچه د خبرو نه علاوه د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير او د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارې سلاكار سره ملاقات هم كوي. د كونسل غړو هېوادونو سره پاكستان د شريكې عقيدې، اقدارو او كلتور قوي اړيكې لري. د سېكرټري جنرل دورې سره به د پاكستان او كونسل اړيكې لا قوي شي.