افغانستان ، د سختې واورې پرېوتو له امله ترافيكي پېښې ٬ 7 كسان مړه ٬ 26 ٬ژوبل

کابل۔4جنوری(اے پی پی) په افغانستان كښې د سختې واورې پرېوتو نه وروستو د ترافيكي پېښو په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه او 26 ژوبل شول۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې ځائي چارواكو وئيلي چې په افغانستان كښې د ګل په ورځ د واورې پرېوتو نه وروستو د رامخې ته شويو ترافيكي پېښو په نتيجه كښې لږ تر لږه 7 افغانان مړه او 26 ژوبل شول۔ د …

کابل۔4جنوری(اے پی پی) په افغانستان كښې د سختې واورې پرېوتو نه وروستو د ترافيكي پېښو په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه او 26 ژوبل شول۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې ځائي چارواكو وئيلي چې په افغانستان كښې د ګل په ورځ د واورې پرېوتو نه وروستو د رامخې ته شويو ترافيكي پېښو په نتيجه كښې لږ تر لږه 7 افغانان مړه او 26 ژوبل شول۔ د صوبائی پبلک هېلتھ ډائرېکټورېټ چيئرمېن عبد الغني مصميم ووئيل چې قطبي ولايت كښې په جوزجان – اندخوئي هائي وے د دوه ګاډو په خپلو كښې د ټكر كېدو په نتيجه كښې 1 مسافر مړ او 7 نور ژوبل شول۔ هغه ووئيل چې په ژوبل شويو كښې د دريو حالت اندېښمن دے كوم چې بلخ ولايت ته استولې شوي دي۔ د روغتيا صوبائي چارواكو تصديق كړې چې ختيځي ولايت ننګرهار كښې په ستره لاره درې بېلو ترافيكي پېښو كښې 6 وګړي مړه او 8 ژوبل شوي۔