چينائي سكالر
بیجنګ۔4جنوری(اے پی پی)چینائي سكالر او سوئيلي آسیائي هېوادونو كښې د چين پخواني دفاعي اتاشې چينګ ژزها وئيلي دي چې پاکستان تېر کال د وزيراعظم وزیر عمران خان په مشرۍ كښې په سفارتي محاذ يو تاريخي پړاؤ ته رسېدلو سره نه يوازې په نړيواله كچه مقبوليت ترلاسه كړې دې بلكې په سيمه ايزه كچه ئې هم امن په ځائې كولو له مرسته كولو كښې په زړه پورې خدمات ترسره كړل۔ د نهې په ورځ خپور شوي خپل آرټيكل كښې هغه ووئيل تر ټولو مهمه نكته دا ده چې پاكستان جیو پولېټکس څخه تر جيو اكنامكس يو سفارتي بدلون ترلاسه كړې دې او د خپل جیو پولېټیکل اهمیت ګټه پورته كولو سره سره جیو اکنامکس ته خاص پاملرنه كوي چې په نتيجه كښی ئې نړيوال معيشت سره د پاكستان تړلې كېدو ، د اجناسو برآمدات زياتېدو ٬ پاكستان ته د غېر ملكي سرمايه كارۍ راتللو او قومي معيشت ته د ودې ترلاسه كېدو لپاره په زړه پورې حالات رامخې ته شوي دي۔ دغسې د پاكستان مضبوط حېېثيت او د بېلو خطرو مقابلې كولو صلاحيت سوا شوې دې۔ يو بل د ذكر وړ خصوصيت دا دې چې چين سره روايتي ملګرتيا او په مرسته اډانه اړيكو ته پرله پسې وده وركولو سره سره پاكستان روسيه سره په فعاله توګه خبره كړې او په دوه اړخيزه اړيكو كښې ښكاره بهتري رامخې ته شوې ده۔ پاکستان او روسيه د اقتصاد ٬ توان ٬ دفاع ٬ د ترهګرۍ مخنيوي ٬ د نشائي توكو مخنيوي او د سائبر سكيورټي په څانګو كښې خپله مرسته مضبوطوي۔ تر كومې چې د افغان مسئلې تعلق دې نو پاكستان او روس دوه مهم هېوادونه دي۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې پرله پسې مضبوطېدل نه يوازې د دواړو اړخونو ګټو له بلكې د افغانستان په صورتحال كښې مثبت پېشرفت او سيمه ايز او امن او استحكام لپاره هم ښه دي۔ هغه ووئيل په منطقه كښی د يو مهم هېواد په توګه پاكستان تېر كال دوه په زړه پورې سفارتي همكارۍ كړې دي ۔ اوله دا چې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو د اختيار حفاظت كړې دې او په بېلو نړيوالو موقعو ئې د سيمه ايزو طاقتونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كړې دي او له دې كبله هغه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميريانو تحريك لپاره د نړيوالې ورورولۍ مضبوط او متفقه ملاتړ ترلاسه كړې دې۔ بله دا چې پاكستان د ټولو نه د زيات نزدې ګاونډي هېواد په حېث د افغان مسئله كښې مستقل كردار ترسره كړو۔ پاکستان د بشري او اقتصادي بحران د خطر مخنوي لپاره په افغانستان کښې د نوي عبوري چارواکو سره د تعميري او تلپاتې رابطو د ضرورت لمخې د سيمه ايزې او نړيوالې اجماع وكالت ترلاسه كولو له خپله سفارت كاري ګړنډۍ كړه او د يو مخلصانه هڅې په توګه ئې د افغانستان په بشري وضعه د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه وكړه په كومه كښې چې د اسلامي پرمختيائي بېنك لاندې يو هیومېنټېرین ټرسټ فنډ جوړ او فوډ سکېورټی پروګرام پېل شو۔ پاكستان په زړه پورې هڅې كړي دي دغسې چې افغانستان كښې د بشري او معاشي بحران لاره ونيولې شي۔ هغه ووئيل كه په عمومي توګه وكتلې شي نو تېر كال د سيمه ايز قوت لخوا پرله پسې ستونزو او افغانستان څخه د امريكائي ځواكنو وتلو باوجود سيمه ايز صورتحال په بنيادي توګه سولييز او مستحكم پاتې شوې ٬ پاكستان دې مقصد لپاره زياته مرسته كړې ده۔