په مصر كښې د سخت طوفان او بارانونو په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 13 ټپيان

  قاهرہ۔ 2جنوری (اے پی پی) په مصر كښې د سخت طوفان او بارانونو په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 13 ټپيان شوي دي۔ د چينائي ميډيا د مصر د موسمياتو څانګې حوالې سره وئيلي دي د پلازمينې قاهرې په قطبي سيمه كفر الشېخ ګورنري كښې د تېز طوفان او سختو بارانونو دلاسه د بجلۍ ستنې پرېوتو په نتيجه كښی يو وګړې د كرنټ لګېدو د لاسه مړ شو۔ …

 

قاهرہ۔ 2جنوری (اے پی پی) په مصر كښې د سخت طوفان او بارانونو په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 13 ټپيان شوي دي۔ د چينائي ميډيا د مصر د موسمياتو څانګې حوالې سره وئيلي دي د پلازمينې قاهرې په قطبي سيمه كفر الشېخ ګورنري كښې د تېز طوفان او سختو بارانونو دلاسه د بجلۍ ستنې پرېوتو په نتيجه كښی يو وګړې د كرنټ لګېدو د لاسه مړ شو۔ د هېواد په پورته سيمه منيا ګورنۍ كښې يو مائيكرو بس اپوټه شو چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان ټپيان شول۔ د سكندريې په ساحلي ښار كښې د كور پرېوتو پېښې په نتيجه كښې يو وګړې مړ شو۔ د مصر د موسمياتو څانګې پېشګوئي كړې ده چې په هېواد كښې تر راروانې اونۍ د سختو طوفانونو او بارانونو امكان دې