امريكې ته د عارضي داخلې په اړه د افغانانو په سلګونو درخواستونه مسترد

واشنګټن 31 دسمبر (اے پي پي) د امريکې د وفاقي امېګرېشن چارواكو د سلګونو په شمېر د افغان وګړو په انساني بنيادونو د عارضي داخلې درخواستونه مسترد كړې دي۔ د امريکې د خپرونو ادارې له مخې د امريكائي شهريت او امېګرېشن سروسز ادارې وياند ميډيا ته وئيلي دي چې افغانستان څخه د اتحادي ځواكونو د انخلاء نه پس د 150 نه كم درخواستونه منظور شوي او 470 مسترد كړې شوې …

واشنګټن 31 دسمبر (اے پي پي) د امريکې د وفاقي امېګرېشن چارواكو د سلګونو په شمېر د افغان وګړو په انساني بنيادونو د عارضي داخلې درخواستونه مسترد كړې دي۔ د امريکې د خپرونو ادارې له مخې د امريكائي شهريت او امېګرېشن سروسز ادارې وياند ميډيا ته وئيلي دي چې افغانستان څخه د اتحادي ځواكونو د انخلاء نه پس د 150 نه كم درخواستونه منظور شوي او 470 مسترد كړې شوې دي۔ وياند ووئيل چې د عارضي داخلې اجازه يوازې په سخته اېمرجنسي كښې وركولې شي۔ دا خواستونه د كډوالو پروګرام له مخې نه انټرټېن كېږي او نه په دې توګه په امريكا كښې د مستقل پاتې كېدو لاره راوځي۔ د يادونې وړ ده چې د امريكې خارجه وزارت نزدې 95 زره افغان وګړي په امريكا كښې د مېشته كولو لوظ كړې ٶ خو ھغې لپاره به وړاندې په بشپړه توګه تحقيقات كول وي