قندهار كښې د مدرسې چھت پرېوتو پېښه ٬ يو زده كوٶنكې مړ ٬ 13 ژوبل

کابل 30 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي ښار قندھار كښې د يوې مدرسې د چھت پرېوتو پېښې له امله يو زده كوٶنكې مړ او 13 ژوبل شوي۔ د چين ميډيا له مخې د قندهار د ميروېس روغتون مشر محمد قاسم ووئيل چې د زيارت په ورځ سهار په النوريه مدرسه كښې د يو هال چهت نسكور شو چې له امله ئې يو زده كوٶنكې مړ او 13 نور ژوبل شوي۔ پوليس او نورو چارواكو په دې لړ كښې تر اوسه كوم بيان نه دې جاري كړې