د پاک چين سفارتي اړيكو 70 كالو ترسره كېدو په خوشحالۍ كښې سږ كال نزدې 140 دستورې وشوې۔ د چين خارجه وزارت وياند

بيجنګ 30 دسمبر (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت وياند وئيلي دي چې د پاک چين سفارتي اړيكو 70 كالو ترسره كېدو په خوشحالۍ كښې سږ كال نزدې 140 دستورې وشوې ٬ سږنې كال د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 70م كال دے او دواړو هېوادونو په دې اهم موقع خوشحالي لمانځلو لپاره د دستورو سلسله پېل كړې ده د كومو چې ډېره ستائنه كېږي۔ ده د نيوز بريفنګ په مهال د زيارت په ورځ يو څو فيچرز شېئر كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو په خوشحالۍ كښې تابيا كړې شوې دستورې د پاملرنې مركز وې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د مشرانو او اهم شخصياتو ترمېنځه د مباركۍ د پېغامونو تبادله شوې۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په سياسي، سفارتي، ملي، تعليمي ، سائنسي ،كلتوري او نورو څانګو كښې په صوبائي او د ښاريو په كچه اړيكو ته وده وركولو لپاره په بېلا بېلو لوطنامو د لاسليك پسمول نورې دستورې هم تابيا كړې دي۔