هند كښې د كورونا وائرس څخه د ځپلې كسانو شمېر نزدې درې نيم كروړه ته ورسېده

نوے ډيلې 30 دسمبر (اے پي پي) هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 13زره 154 نوې كېسونه رپورټ شوې او د دې نه پس ګرد هېواد كښې د کرونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 3 كروړه 48 لكه 22 زره 40 ته رسېدلې۔ د چين ميډيا له مخې د هند د صحت وزارت لخوا د جاري شمېرو له مخې د كرونا له امله په تېرو 24 ساعتونو كښې 268 كسان مړه شوي چې ورسره د كورونا په سبب د مړو كسانو شمېره 4 لكه 80 زره 860 ته رسېدلې۔ د يادونې وړ ده چې هند د كرونا ځپليو رنځورانو په لحاظ سره د نړۍ دوېم زيات ځپلې شوې هېواد دې۔ په هند كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو مجموعي شمېره 82 زره 402 ده