د مسلمانانو د نسل کشۍ هڅې كه دوامدارې پاتې شوې نو د نرېندر مودي په هند كښې كورنۍ جګړې رامخې ته كېدې شي۔ نصير الدين شاہ د انتها خوښو هندو لارښودو لخوا د مسلمانانو د عامې وژنې په ښكاره غوښتنو سخت ټكونه شوي۔ واشنګټن پوسټ

جنت ګل
اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د بالي ووډ نوموړي فنكار نصير الدين شاہ خبردارے وركړے كه د مسلمانانو د نسل کشۍ هڅې دوامدارې پاتې شوې نو د نرېندر مودي په هند كښې كورنۍ جګړې رامخې ته كېدې شي٬

د هند نوموړي خبريال کرن تھاپر ته د هند نيوز وېب پاڼې دي وائر لپاره خپله مركه كښې نصير الدين شاہ ووئيل كه داسې وشول نو مونږ به د جنګ ځواب وركوٶ٬ مونږ د خپلو كورنيو او د ماشومانو دفاع كوٶ٬ د دھرم سنساد غړو چا چې څه ورځې وړاندې په هرېدوار كښې د نسل كشۍ غوښتنه كړې وه په اړه ده ووئيل زه حېران يم چې ھغوي پوهه دي يا نه چې دا څه خبره كوي؟ زمونږ تعلق د هند سره دے٬ مونږ دلته زېږېدلې يو او هم دلته به اوسېږو۔ ده ووئيل دا د كورنۍ جګړې سبب جوړېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلمانان پسمانده او بې كاره كولې شي٬ ده ووئيل مسلمانان د دوېمې درجې وګړي جوړېدو د عمل نه تېرېږي او په هر اداره كښې دا روان دي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د غېر محفوظه كولو لپاره كوټلې هڅې روانې دي۔ ده ووئيل زمونږ د ېرولو هڅې كېږي٬ خو مونږ له ېرېدل نه دي پكار۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه ځان غېر محفوظ نه محسوسوم ځكه چې دا زمونږ كور دے خو زه د خپلو ماشومانو د سباٶن پحقله فكر مند يم٬ د نسل کشۍ او نسلي تطهير د مطالبې نه پس د مودي خاموشۍ په اړه خپلو خبرو كښې نصير الدين شاہ ووئيل هغه هېڅ پرواه نه لري۔ ده ووئيل د نسل كشۍ دړكه كوٶنكو لپاره هېڅ سزا نشته بلكې وزيراعظم ئې په خپل ټويټ فالو كوي۔ ده ووئيل دا د تعجب خبره ده چې زمونږ ليډر غلے وي او بلخوا د ټولو د خيال ساتلو ادعا هم كوي۔

دغسې په امريكائي ورځپانه واشنګټن پوسټ كښې يو مضمون كښې د انتها خوښو هندو لارښودو د مسلمانانو د عامې وژنې په ښكاره غوښتنو سخت ټكونه شوي او دا وئيلې شوي چې د زيات تعصب په دې رويه د هندي وزيراعظم غلې پاتې كېدل په حقيقت كښې د دې ملاتړ دے۔ د مضمون ليكوال رانا ايوب ليكلي د هند پايه تخت نوي ډيلي څخه يو نيم سل كلوميټره لرې په هريدوار ښار كښې شوي كنفرنس ته د انتها خوښو هندو لارښودو وېنا ماته د الماني شاعر او ډرامه نګار برټولټ بريخټ هغه شعرونه راياد كړل كومو كښې چې هغه وئيلي’’ كله چې مونږ په اولني ځل واورېدل چې دغلته زمونږ ملګري وژلې شي نو مونږ ويرېدو٬ بيا د وژلے شوو شمېره سلو ته ورسېده ٬ كله چې د هغوي شمېره يو زر ته ورسېده نو دا يوه نه ختمېدونكې لړۍ شوه او بيا د دې په اړه خاموشي خوره شوه ٬ كله چې ګناه د باران په شان ورېږي نو د كوم اړخ نه هم د دې د مخنيوي غږ نه پورته كیږي‘‘۔ د امريكائي رپورټ له مخې په دې كنفرنس كښې انتها خوښو لارښودو د مسلمانانو د نسل ختمولو ښكاره غوښتنه كړې ۔ د هندو هاسبھا لارښود پوجا شكن پانډے ووئيل كه په مونږ كښې 100 وګړي هم په دې مسلمانانو كښې د 20 لكه كسانو وژلو له تيار شي نو مونږ به كاميابي ترلاسه كړو۔ ځكه وژلو او زندان ته تللو له چمتو شۍ۔ په دې دستوره كښې يو بل هندو لارښود په ميانمار كښې د روهنګيا مسلمانانو په ضد كرېك ډاؤن د مثال په توګه وړاندې كولو سره ووئيل مسلمانان زغلولو له په دغه مثال هم عمل كېدے شي۔ د هند ميډيا د دغې خوفناك كنفرنس بشپړ كورېج كړے او په دې هندو کنونشن كښې د وزيراعظم نريندر مودي واكمن ګوند غړو هم ګډون كولو۔ مضمون كښې ليكلي شوي د هند قانون له مخې تشدد له خلق راپارول جرم دے ولې پانډې او نور انتها خوښي تر دې دمه آزاد دي او دا ځكه چې دې لارښودو ته د واكمنې سياسي ډلې ملاتړ ترلاسه دے۔ حقيقت دا دے چې دا لارښود دومره زړور شوي چې د هغوي مذهبي لارښودو داسې نيم پوځي ډلې جژرې كړي كومې چې په هند كښې د 22 كروړه مسلمانانو په ضد د وسله والې جګړې مشرۍ كولو ادعا كوي۔ په هند كښې مسلمانان په لارو كوڅو كښې په كوتكو وهلے شي ٬ د كرسمس په دستورو بريدونه كېږي٬ د هند حكومت د مدر ټریسا خیراتی ادارہ د نړيوالو عطيو وصولولو نه منع كړې۔ د هند كركټ لوبډلې كپتان ويرات كوهلي د يو مسلمان لوبغاړي دفاع په كولو سختو ټكونو سره مخ دے۔ د دې ټولو نه دا معلومېږي چې په هند كښې كركه خپرونكو ته په اقليتونو د بريدونو كولو اجازه وركړې شوې ۔ د مودي په خاموشۍ نه يوازې هېواد لپاره د خطر جوړېدونكو عناصرو ډاډګيرنه كېږي بلكې زمونږ د اتحاديانو خاموشي هم د هغوي حوصله زياتوي۔ د امريكائي صدر جو بائیډن ” د جمهوريت سر مشريزې غونډې په مهال مودي يو قانوني واكمن ٬ يو سېكولر او د ګڼ اړخيزه كلتوري اخلاق چېمپئن جژرېدو ادعاګانې وكړې ولې نن نړۍ دا ويني چې هغه او د هغه ګوند څنګه د خپل كنټرول مضبوطولو له په دړكو وركولو او تشدد كولو انحصار كولو له چمتو دے۔ نریندرمودی د څو ليسزو نه دا ډول كركه خپروي ۔ مونږ ته معلومه ده چې په هند كښې دا مهال څه روان دي ولې مونږ يره د هغه څه نه لرو كوم چې په سباؤن كښې رامخې ته كېدونكي دي