رینا امیری د افغان مېرمنو ٬ انجونو او بشري حقونو ځانګرې سفيره وټاكلې شوه

واشنګټن۔30دسمبر(اے پی پی) امریکا افغان نژاد امریکائي وګړې رينا اميري د افغان مېرمنو ٬ انجونو او بشري حقونو ځانګړې سفيره ټاكلې ده۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د امريكائي خارجه وزير انټوني بلنكن حوالې سره وئيلي چې امريكا د افغان مېرمنو د حقونو دفاع لپاره د سفيرې په توګه د رينا اميري ټاكنه كړې ده۔ هغه وئيلي چې د پخواني امريكائي صدر باراك اوباما په دور كښې په خارجه دفتر …

واشنګټن۔30دسمبر(اے پی پی) امریکا افغان نژاد امریکائي وګړې رينا اميري د افغان مېرمنو ٬ انجونو او بشري حقونو ځانګړې سفيره ټاكلې ده۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د امريكائي خارجه وزير انټوني بلنكن حوالې سره وئيلي چې امريكا د افغان مېرمنو د حقونو دفاع لپاره د سفيرې په توګه د رينا اميري ټاكنه كړې ده۔ هغه وئيلي چې د پخواني امريكائي صدر باراك اوباما په دور كښې په خارجه دفتر كښې خپله وظيفه ترسره كوؤنكې افغان نژاد امريكائي وګړې رينا اميري به د افغان مېرمنو ٬ انجونو او بشري حقونو سفيرې په توګه خپل رول لوبوي۔ انټوني بلنكن وئيلي چې اميري ما لپاره ډېره مهمه ده او هغه به د صدر جوبائيډن د باقي انتظاميې مسئلو ته خاص پاملرنه كوي۔ هغه ووئيل مونږ سولييز ٬ مستحكم او محفوظ افغانستان كښې خوښي لرؤ چرته چې ټولو افغانانو ته سياسي ٬ معاشي او د سماجي شموليت حق ترلاسه وي