كورين ژبه كښې د قرآن پاك وړومبې ترجمه شائع شوه

سيئول 28دسمبر(اے پي پي) كورين ژبه كښې د قرآن پاك وړومبې ترجمه شائع شوې۔په كورين ژبه كښې د قرآن پاك وړومبۍ ترجمه شائع كېدو په اړه د نهې په ورځ د جاري شوي ټوېټ له مخې ډاكټر حامد چوئي د كورين په ژبه كښې د قرآن پاك وړومبۍ ترجمه كړې۔ده د 7 كلونو په موده كښې د قرآن پاك د ترجمې كار بشپړ كړے۔ډاكټر حامد چوئي ہینکوک او مدينه پوهنتون …

سيئول 28دسمبر(اے پي پي) كورين ژبه كښې د قرآن پاك وړومبې ترجمه شائع شوې۔په كورين ژبه كښې د قرآن پاك وړومبۍ ترجمه شائع كېدو په اړه د نهې په ورځ د جاري شوي ټوېټ له مخې ډاكټر حامد چوئي د كورين په ژبه كښې د قرآن پاك وړومبۍ ترجمه كړې۔ده د 7 كلونو په موده كښې د قرآن پاك د ترجمې كار بشپړ كړے۔ډاكټر حامد چوئي ہینکوک او مدينه پوهنتون څخه د عربۍ زده كړی كړي او هغه وړومبې كورين مسلمان دے چا چې د قرآن پاك ترجمه كړی٬هغه د صحيح بخاري هم په كورين ژبه كښې ترجمه كړی ده ۔دې ترجمې سره به د كوريا مسلمانانو ته په دين پوهېدو له آساني ترلاسه شي۔ډاكټر حامد چوئي په پوهنتون كښې د اسلاميات او عربۍ پروفيسر دے