ملګري ملتونه 28 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په ميانمر كښې د پوځ د لاسه د وګړٶ د وژلو دړدېدلو پېښو غندنه كړې ده۔ بشري چارو او بيړنۍ مرستې لپاره د ملګرو ملتونو انډر سېكرېټري جنرل مارټن ګريفتھس په ميانمر كښې د پوځ لخوا لږ نه لږ د 35 وګړو د وژنې پېښې ډړدېدلې ګرځولو سره په دې اړه د پلټنيو كولو غوښتنه كړې ده ٬ د ميانمر پوځي …
ملګرو ملتونو په ميانمر كښې د وګړو د وژنې دړدېدلې پېښې وغندلې
ملګري ملتونه 28 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو په ميانمر كښې د پوځ د لاسه د وګړٶ د وژلو دړدېدلو پېښو غندنه كړې ده۔ بشري چارو او بيړنۍ مرستې لپاره د ملګرو ملتونو انډر سېكرېټري جنرل مارټن ګريفتھس په ميانمر كښې د پوځ لخوا لږ نه لږ د 35 وګړو د وژنې پېښې ډړدېدلې ګرځولو سره په دې اړه د پلټنيو كولو غوښتنه كړې ده ٬ د ميانمر پوځي عدالت په موسو كلي كښې د جمعې په ورځ په رامخې ته شوې دې پېښو هېڅ تبصره نه ده كړې۔ د ميانمار سرکاري ميډيا د اتوار په ورځ د وژلې شويو شمېره ښودلو نه غېر وئيلي دي چې په ياد كړې شوي كلي كښې د ترهګرو په ضد پوځي كاروائۍ شوې دي۔ د مارټن ګريفتھس له مخې مونږ د باور وړ اطلاعات لرو چې د يو كوچني پشمول يو شمېر كسان د وژلو نه پس سوځولې شوې وو











