د هند روپۍ د آسيا تر ټولو ناوړه كرنسي وګرځولې شوه

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) نړیوالې مالياتي ورځپاڼې بلومبرګ وئيلي دي د هند روپۍ د آسیا تر ټولو ناوړه کرنسۍ ده ، په روانه ربع کښی د دې قدر 1.9 فيصد كم شوے او د هند په روپۍ د باور ختمېدو له امله بهرنو سرمايه كارو 4 اربه 20 كروړه ډالره ويستلي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې نړيوالې ورځپاڼې بلوبرګ او نورې نړيوالې ميډيا د هند روپۍ د آسيا تر ټولو ناوړه كرنسي ګرځولې ۔ د هند په روپۍ د باور نه كولو د لاسه بهرنيو سرمايه كارو د هندي سټاك ماركيټ څخه 4 اربه نه زيات ډالر ويستلي۔ د بلوم برګ له مخې په روانه ربع كښې د هند روپۍ قدر 1.9 فيصده كم شوے او د مارچ 2022 تر پايې د هند روپۍ د يو ډالر په مقابل كښې تر 76.50 روپو لاندې تللې شي٬ د مالياتي چارو يوې بلې ادارې اندېښنه ښكاره كړې چې د راروان كال 2022 مارچ تر پايې به د هند روپۍ لا پرېوتو سره د يو ډالر په مقابل كښې 78 ته ورسي۔ پوهانو او څېړنكارو په هند كښې مخ په زياتېدونكې تجارتي خساره او مالياتي پالېسۍ څخه ډډه كول د هند روپۍ د خرابۍ سبب ګرځولے ۔ د هند تجارتي خساره دا مهال 23 اربه ډالرو ته رسېدلې ۔ دا خبره دې ښكاره وي د روپۍ په قدر كښې دا ډول كمے ریزرو بېنک آف انډیا لپاره دوه مخيزه توره ده ولې چې په هند كښې د اوميكرون كېسونه تندۍ سره خپرېږي او په دې صورتحال كښې مركزي بېنك لپاره د سود شرح كمول هم ګرانېدې شي۔