زمونږ حكومت د اېګريكلچر ټرانفارمېشن يو جامع پلان جوړ كړے او په ترجيحي بنيادونو ئې نافذ كوي٬ زمونږ حكومت د برآمدي صنعتونو جوړولو لپاره په خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ زياتولو ته پام لرنه كوي ۔ وزيراعظم عمرا ن خان

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمرا ن خان وئيلي دي زمونږ حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د اېګريكلچر ټرانفارمېشن يو جامع پلان جوړ كړے او په ترجيحي بنيادونو ئې نافذ كوي٬ زمونږ حكومت د برآمدي صنعتونو جوړولو لپاره په خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ زياتولو ته پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ترجيحي څانګو د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل د زراعت څانګې مېکانائزېشن، معياري تخم وركول٬ د اوبو موثر انتظام او د لائيو سټاك په فارمنګ كښې د كروندګرو مرستې كولو سره دا څانګه د پېداوار زياتولو لپاره په معاشي څانګه بدلوٶ٬ كسان كارډ معرفي كول، په سره سبسډي او د څاروٶ جېنياتي بهترۍ سره د حكومت مقصد د تېر كال رېكارډ پېداوار په مقابل كښې سږ كال لا زيات پېداوار ترلاسه كول دي۔ په غونډه كښې د اېګريكلچر ټرانسفارمېشن پلان او د خاص اقتصادي زونز پحقله د عملدرامد جاج واخستے شو ٬ په دې موقع وزيراعظم ته د اېګريكلچر ټرانسفارمېشن پلان په اړه د بريفنګ په مهال ووئيل شول د معياري تخم وركولو منظورۍ نه پس د فنډز وركولو عمل په تندۍ سره روان دے۔ د لائيو سټاك پېداوار زياتول او جنياتي بهترۍ لپاره د سيمن په درآمد هم كار په تندۍ سره روان دے٬ د څاروو ساتونكو كروندګرو معاونت لپاره پنجاب كښې 9211 سروس بحال كړے شوے او په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې به هم ډېر زر بحال كړے شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په كركيله كښې د جديدې مشينرۍ په استعمال كښې د معاونت منصوبه هم نزدې بشپړه شوې او د مشينرۍ د تقسيمولو عمل به ډېر زر پېل شي٬ده ووئېل د مشينرۍ استعمال سره به نه يوازې د اېكړ په سر اوسط پېداوار زيات شي بلكې د كروندګرو د اېكړ په سر په مجموعي لګښت كښې به هم كمے راشي ٬ ده ووئېل زرعي معاونت لپاره د انفارميشن کميونيکيشن ټيکنالوجۍ نظام هم بشپړېدو ته نزدې دے چې په سبب به ئې كروندګرو كښې شعور راپېدا كولو لپاره هم معاونت تر لاسه شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د زرعي څانګې پېداوار زياتولو لپاره په تحقيقي ادارو كښې د مجوزه اصلاحات نفاذ هم په تندۍ سره روان دے ٬ دې لپاره د چين اېګريكلچر ريسرسچ اكېډمي سره به زرعي جدتونه معرفي كولې شي۔ وزيراعظم خبر كړے شو چې په زرعي تحقيق كښې د پومبې پېداوار زياتولو او د درامدي فصلونو تعارف او پېداوار ته خام پاملرنه كېږي۔ د خونه (زيتون) په شل زره اېكړه زمكه كر لپاره د بوټو درآمد پېل شوے ۔ دغسې وزيراعظم ته د يوريا او ډي اے پي د ذخيره اندوزو او د ناجائز منافع خورو په ضد د اپرېشن او د قاچاق مخنيوي لپاره په اقدامات هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د اقداماتو په ټاكلې موده كښې عملدرامد باوري كول او د سرې د ذخيره اندوزو او په قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد د كاروائۍ تندولو امر هم وكړو۔ د خاص اقتصادي زونز پحقله د بريفنګ په مهال وزيراعظم خبر كړے شو چې هېواد كښې دا مهال واړه او لوي 21انامك زونز فعاله دي ٬ علامه اقبال انډسټريل سټي، رشکئي، دھابے جي او د بوستان پشمول څلور لوي اكنامك زونز موجود دي٬ د سرمايه کار بورډ لخوا ون سټاپ شاپ ماډل جوړ كړے شوے چې پرانسته به ئې ډېره زر وشي ٬ د ون سټاپ شاپ سره به سرمايه کارو ته د برېښنا٬ اوبو او تعميراتي پرمټ په ترلاسه كولو كښې معاونت تر لاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول وفاقي او صوبائي ادارو څخه منظورۍ اخستو لپاره يو مشتركه كمپائنس رجيم هم جوړ كړے شوے۔ په غونډه كښې د اېن او سي او کمپلائنس منظورۍ لپاره د مېنجمنټ کمپنيز تجويز هم وركړے شو۔ په دې مهال وزيراعظم په اقدامات زر تر زره د عملدرآمد باوري كولو امر هم وكړو