د پخواني صدر ډاکټر عارف علوي د جماعت اسلامی امیر حافظ نعیم الرحمان سره ملاقات، د هېواد په سیاسی صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 07 مئی (اے پي پي) پخواني صدر ډاکټر عارف علوی د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمان سره ملاقات کړے۔ د نهې په ورځ په سماجی رابطه ویب سائټ ایکس د جماعت اسلامی ټویټ له مخې پخواني صدر عارف علوي د جماعت اسلامی هیډ کوارټر منصوره ته تللے۔ ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي سیاسی صورت حال د خیالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې موقع نائب امیر لیاقت بلوچ او سیکرټری جنرل امیر العظیم هم موجود وو۔