د این اېف سی ایوارډ ترمخه وفاق څخه صوبو ته په 9 مياشتو كښې 38 کھرب، 15 ارب، 14 كروړه،80 لكهه روپۍ جاري شوي

اسلام آباد 07 مئی (اے پي پي) د این اېف سی ایوارډ ترمخه د وفاق د اړخه صوبو ته د روان مالي كال وړومبنو 9 مياشتو په مهال په مجموعی توګه 38 کھرب، 15 ارب، 14 كروړه،80 لكهه روپۍ وركړې شوي۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شميرو له مخې جولائی نه تر مارچ 2024 په مهال د این اېف سی ایوارډ ترمخه صوبو له 38 کھرب، 15 ارب، 14 كروړه،80 لكهه روپۍ وركرې شوي ، د تير مالی كال په دې موده كښې د این اېف سی ایوارډ ترمخه د وفاق د اړخه صوبو له 29 کھرب، 53 اربه، 10 كروړه، 80 لكهه روپۍ وركړې شوې وې ۔ د روان مالی كال وړومبنو 9 مياشتو كښې د این اېف سي ایوارډ له مخې وفاق پنجاب ته 18 کھرب، 65 ارب، 8 كروړه،80 لكهه روپۍ ، سندھ ته 9 کھرب، 46 ارب، 83 كروړه، 20 لكهه روپۍ، خېبرپښتونخوا ته 6 کھرب، 23 ارب، 94 كروړه، 70 لكهه روپۍ او بلوچستان ته درې کھرب، 79 ارب، 28 كروړه او 10 لكهه روپۍ وركړې شوي۔ د تير مالی كال په دې موده كښې د این اېف سی ایوارډ له مخې د وفاق د اړخه پنجاب ته 14 کھرب، 55 ارب، 19 كروړه، 10لكهه روپۍ، سندھ ته 7 کھرب،27 ارب، 9 كروړه، 30 لكهه روپۍ، خېبرپښتونخوا ته 4 کھرب، 84 ارب، 30 لكهه روپۍ او بلوچستان ته دوه کھرب، 86 ارب، 82 كروړه ، 10 لكهه روپۍ وركړې شوې وې ۔