افغانستان كښې د شېر خان ډرائي پورټ د لارې د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره تجارت زيات شوې

کابل 27 دسمبر (اے پي پي) افغانستان د شېر خان ډرائي پورټ د لارې د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره تجارت ته وده وركوي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د ډرائي پورټ مشر مولوي سحر د ګل په ورځ وئېلي دي چې افغان سوداګرو د مېنځنۍ آسيا هېواادونو سره د شېر خان ډرائي پورټ د لارې درآمدات او برآمدات زيات كړې دي ځكه چې په افغانستان كښې امنيتي وضعه ښه …

کابل 27 دسمبر (اے پي پي) افغانستان د شېر خان ډرائي پورټ د لارې د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره تجارت ته وده وركوي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د ډرائي پورټ مشر مولوي سحر د ګل په ورځ وئېلي دي چې افغان سوداګرو د مېنځنۍ آسيا هېواادونو سره د شېر خان ډرائي پورټ د لارې درآمدات او برآمدات زيات كړې دي ځكه چې په افغانستان كښې امنيتي وضعه ښه شوې ده۔ ده ووئيل د شېر خان ډرائي پورټ د لارې په برآمداتو 90 فيصده اضافه شوې ده او په تېرو دريو مياشتو كښې په درامداتو كښې هم 60 فيصده اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د اتوار په ورځ د تېلو شپاړس ټانكر په پوله راوړېدو سره هېواد كښې داخل شوي٬ د يادونې وړ ده چې شېر خان ډرائي پورټ كوم چې افغانستان تاجكستان سره تړي د تېرو څو لسيزو راهسې د جنګ له امله ويجاړ شوې ٶ۔ د پورټ چارواكو وئيلي دي چې د اګست په نمائي كښې په افغانستان د طالبانو د قبضے نه پس دا بيا فعاله كړے شوے دے او د تېرو څو مياشتو په مهال تجارت كښې اضافه شوې ده