د فلسطيني مظاهرچيانو او اسرائيلي ځواكونو ترمېنځه نښتو كښې 247 مظاهرچيان ژوبل شوي

مقبوضه بيت المقدس 26 دسمبر(اے پي پي) د فلسطيني مظاهرچيانو او اسرائيلي ځواكونو ترمېنځه نښتو كښې 247 مظاهرچيان ژوبل شوي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطين هلال احمر سوسائټۍ وئيلي دي چې د نابلس په شمالي لوېديځه سيمه كښې د اسرائيلي ځواكونو په ډزو كښې 247 فلسطينيان شهيدان شوي دي. د فلسطين خارجه وزارت وئيلي دي چې د اسرائيل حكومت په فلسطيني اولس د جارحيت مكمل او نېغ په نېغه ذمه وار دے.