افغانستان تر ټولو لوئې انساني تباهې سره مخ كېږي. د المان خارجه وزيره

برلن 24 دسمبر(اے پي پي) د المان خارجه وزيرې انالينا بايربوك وئيلي دي چې افغانستان تر ټولو لوئې انساني تباهې سره مخ كېږي، د المان حكومت په افغانستان كښې د تحفظ په انتظار د ناست كسانو په راويستلو كښې د تندې راوستلو عزم كړے. د المان خبر رسنې ادارې له مخې تېره ورځ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې افغانستان په دې پړاٶ كښې د لوئې انساني تباهې په پلو روان دے ، د كوم د معيشت لوئې څانګې چې تباه شوې دي، ډېر خلق لوږې سره مخ دي حتي چې ډېرې كورنۍ په دې سخت وخت كښې خوراك ترلاسه كولو لپاره ماشومان خرڅوي، دا صورتحال څوك هم نشي زغملې. هغې ووئيل چې سږ كال په ژمي كښې په افغانستان كښې د لكونو په شمېر د خلقو د ساړه او لوږې نه د مړ كېدو خطر دے، د زرګونو، لكونو په شمېر ماشومان د مړ كېدو څخه بچ كولو لپاره به كوټلي اقدامات كول وي. هغې ووئيل چې د 15000 نه زيات كسان د كومو چې المان ځان سره د بوتللو لوظ كړے و، هغوي به په افغانستان كښې پاتې كېږي چې پكښې 135 الماني وګړي هم شامل دي. هغې ووئيل چې هغه زمونږ هېر نه دي، هغې د المان د عملي پلان خاكه وړاندې كړه.