مېلبورن۔21دسمبر(اے پی پی) د آسټرېليا او انګلېنډ ترمينځه د اېشز سيريز درېم ټېسټ 26 دسمبر څخه په مېلبورن كښې پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې آسټرېليا ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په برسبين كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې كېنګروز 9 وكټونو او په اېډيليډ كښې شوي دوهم ټېسټ مېچ كښې 275 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم …
د آسټرېليا او انګلېنډ ترمينځه د اېشز سيريز درېم ټېسټ 26 دسمبر څخه پېل كېږي

مزید خبریں
مېلبورن۔21دسمبر(اے پی پی) د آسټرېليا او انګلېنډ ترمينځه د اېشز سيريز درېم ټېسټ 26 دسمبر څخه په مېلبورن كښې پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې آسټرېليا ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په برسبين كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې كېنګروز 9 وكټونو او په اېډيليډ كښې شوي دوهم ټېسټ مېچ كښې 275 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم ټېسټ به د راراون كال جنورۍ مياشتې 5 مې نېټې نه تر 9 مې نېټې په سډني او پنځم او ورستې ټېسټ به د جنورۍ 14 مې نه تر 18 مې نېټې هوبارټ كښې كولې شي









