د او آی سي کنفرنس كښې ګډون كوؤنكي باید په کشمیریانو هندي ظلمونه بند كړي٬ جموں وكشمير ماس موومنټ

سرینګر۔19دسمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې دماس موومنټ چيئرمېن مولوي بشيراحمد عرفاني په اسلام آباد كښی د او آئي سي كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته اپيل كړې دې چې هغوي دې په كشميريانو ظلم او زياتي بندولو او د بنيادي حقونو احترام باوري كولو له په هند زور راوړي۔ د کشمیرمیډیا سروس لمخې مولوي بشير احمد عرفاني په سرينګر كښې جاري كړې شوي يو بيان كښې په ګډون كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دې هند په متنازعه سيمه كښې د ودانۍ تناسب بدلولو نه منع كولو سره سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې د كشمير مسئلې په سوله ايز ډول حل كولو له په هند فشار واچوي۔ هغه ووئيل پاكستان د تېرو 7 لسيزو نه پرله پسې د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته كوي چې په نتيجه كښې ئې خپل سالميت هم خطر سره مخ كړې۔ مونږ د پاكستان مننه كوؤ او هيله لرو چې پاكستان به دغسې د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل كنفرنس په پاكستان كښې كول د پاكستاني حكومت يو په زړه پورې ګام او لويه كاميابي ده۔