بيجنګ 18 دسمبر (اے پي پي)د چين خپلواكه اېغور سيمې سره تعلق لرونكې د هېواد تر ټولو زيات عمر لرونكې مېرمن د 135 كالو په عمر كښې مړه شوې ده۔ د چين ميډيا د کاٶنټي پبلسټي څانګې پحقله ووئيل چې په كاشغر صوبه كښې شولے كاٶنټي سره تعلق لرونكې علي مېهان سېتي په 25 جون كال 1886 كښې زېږېدلې وه او په كال 2013 كښې دا مېرمن د چائنا ايسوسي …
د چين تر ټولو زيات عمر لرونكې مېرمن د 135 كالو په عمر كښې مړه شوه
بيجنګ 18 دسمبر (اے پي پي)د چين خپلواكه اېغور سيمې سره تعلق لرونكې د هېواد تر ټولو زيات عمر لرونكې مېرمن د 135 كالو په عمر كښې مړه شوې ده۔ د چين ميډيا د کاٶنټي پبلسټي څانګې پحقله ووئيل چې په كاشغر صوبه كښې شولے كاٶنټي سره تعلق لرونكې علي مېهان سېتي په 25 جون كال 1886 كښې زېږېدلې وه او په كال 2013 كښې دا مېرمن د چائنا ايسوسي اېشن آف جيرونټولوجي اېنډ جيرياټرکس لخوا د هېواد د زيات عمر لرونكو كسانو په فهرست كښې تر ټولو لومړۍ وه۔ د يادونې وړ ده چې ځائي حكومت د 60 كاله نه د زيات عمر كسانو لپاره کنټرېکټډ ډاکټر سروس، ويړيا كلنه جسماني معائنه او مياشتنۍ سبسډي وركوي











