د بوسنيا او ماليزيا خارجه وزيران او آئي سي غونډه كښې ګډون لپاره راورسېدل

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د بوسنيا او ماليزيا خارجه وزيران ډاکټر بسيرا ترکووچ او سېف الدين عبداللہ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلي۔ د دفاعي پېداوار وفاقي وزېرې زبيدہ جلال د دواړو خارجه وزيرانو خپل پلاوي سره هركلې وكړو۔ پپه دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې د …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د بوسنيا او ماليزيا خارجه وزيران ډاکټر بسيرا ترکووچ او سېف الدين عبداللہ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلي۔ د دفاعي پېداوار وفاقي وزېرې زبيدہ جلال د دواړو خارجه وزيرانو خپل پلاوي سره هركلې وكړو۔ پپه دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې د بوسنيا خارجه وزير بسيرا ترکووچ وزيراعظم عمران خان ته د افغانستان په مسئلې د اهم كنفرنس په كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل افغانستان كښې په موجودہ مسئلو خبره كول ډېره ضروري دي۔ په دې موقع د ماليزيا خارجه وزير د او آئي سي د خاص غونډې په كوربتوب د وزيراعظم عمران خان ستائنه كولو سره ووئيل چې په دې معامله كښې پاكستان ډېر ښه مثال قائم كړې دې ځكه چې پاكستان د وړاندې نه د څلوېښت لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي او د دوي هر ډول مرسته كوي۔ ده ووئيل دا په وخت او اهم ملاقات دے چې په كښې اسلامي نړۍ راجمع كېدو سره د افغانستان د اهم مسئلو حل لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي۔ په دې موقع وفاقي وزيرې زبېدہ جلال د افغانانو خېرښګړې لپاره د پاكستان په اقداماتو رڼا اچولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده چې دا ډول يو مهم ګام پورته كوي۔