پېښور 17 مئي (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني ووئيل فاټا اصلاحات دې د قبائيلي اولس د هېلو له مخې عملي كړې شي٬ ترهه ګري قامي مسئله ده او ټولو قامونو له به يو موټې كېدو سره د دې لعنت خاتمې له ددې په ضد جنګ كول وي٬ د سېنېټ واك دې زيات كړې شي چې د وړو صوبو د مفاداتو تحفظ وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د …
فاټا اصلاحات دې د قبائيلي اولس د هېلو له مخې عملي كړې شي٬ ميا رضا رباني
پېښور 17 مئي (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني ووئيل فاټا اصلاحات دې د قبائيلي اولس د هېلو له مخې عملي كړې شي٬ ترهه ګري قامي مسئله ده او ټولو قامونو له به يو موټې كېدو سره د دې لعنت خاتمې له ددې په ضد جنګ كول وي٬ د سېنېټ واك دې زيات كړې شي چې د وړو صوبو د مفاداتو تحفظ وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په نېشنل انسټي ټيوټ آف مېنېجمنټ اېنډ سائنسز كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پارلمان بايد د ترهه ګرۍ په ضد لائحه عمل جورولو كښې كردار ترسره كړي ۔ده ووئيل د اتلسم بدلون څخه صوبې ګټه نه پورته كوي حالانكه د اتلسم بدلون له مخې صوبو ته ډېر اختيارات وركړې شوې دي او دې څخه د ګټې پورته كولو تګلار هم شته ۔ ده ووئيل د شريكې ګټې كونسل فعاله كړې شوې او چې كومې صوبې ته مسئله ورپېښه وي ھغه خپله مسئله په سي سي آئي كښې پورته كولې شي او كه دلته څه مسئله وي نو ھغه هم پارلمان كښې وړاندې كېدې شي











