د افغانستان د بيړنۍ مرستې زيات ضرورت دے۔ آئي آر سي

برلن 15 دسمبر (اے پي پي) د انساني مرستې نړيوال تنظيم انټرنېشنل رېسکيو کمېټۍ (آئي آر سي) د انساني بحران څخه د زيات ځپلې 20 هېوادونو فهرست جاري كړې كومو ته چې په بيړني بنيادونو مرستې ته اړتيا ده۔ د ميډيا له مخې په دې كښې افغانستان سرفهرست دے٬ په المان كښې جوړ تنظيم اېمرجنسي واچ لسټ جاري كولو سره وئيلي دي چې راتلونكي كال به تقريباً ټول افغانستان د غربت په سبب وځپلې شي٬ په دې فهرست كښې په دوېم نمبر اېتهوپيا ده د دې نه پس يمن٬ نائجيريا، سوئيلي سوډان، ميانمار، سوريه او هېټي شامل دي۔ د ملګرو ملتونو له مخې راتلونكې كال په مجموعي توګه 274 بېليونه كسان به په انساني بنيادونو مرستې ته اړتيا لري