روم 15 دسمبر (اے پي پي) اطاليا كښې په كورونا وائرس بېړني حالت كښې تر تر مارچ 2022 پراختيا اعلان كړې شوې ده۔ د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د اطاليا حكومت د كورونا وائرس له امله ملي بېړني حالت كښې د نورو 3 مياشتو پراختيا كولو اجازه وركړې۔د يادونې وړ ده چې په اطاليا كښې د 6 دسمبر نه تر 15 مارچ هوټلو٬ سينما٬ جم٬ نائټ كلب او د اسټېډيم په ډول اولسي ځايونو ته تللو لپاره سپر ګرين پاس لازمي ګرځولې شوې دې