اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د كال 2018 ټولټاكنې د نوې انتخابي اصلاحاتو له مخې كولو لپاره تيارۍ په حتمي پړاو كښې دي۔ د نهې په ورځ انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ 24مه غونډې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل ذيلې كميټي به د رائيو اتفاق لپاره په نورو وراندېزونو كار دوامدار ساتي۔ده ووئيل …
انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ 24مه غونډه ٬ د كال 2018 ټولټاكنې به د نوې انتخابي اصلاحاتو له مخې كولې شي
اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د كال 2018 ټولټاكنې د نوې انتخابي اصلاحاتو له مخې كولو لپاره تيارۍ په حتمي پړاو كښې دي۔ د نهې په ورځ انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ 24مه غونډې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل ذيلې كميټي به د رائيو اتفاق لپاره په نورو وراندېزونو كار دوامدار ساتي۔ده ووئيل ذيلي كميټي به د راتلونكي بجټ نه وړاندې خپل راپور ته حتمي شكل وركولو لپاره هڅې كوي خو كه چرې د بجټ نه مخكښې وړاندې نه كړې شو نو د جولائي مياشت كښې په پاېي كښې به خامخه وړاندې كولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل د انتخابي اصلاحاتو پحقله د سياسي ګوندونو لخوا راكړې شوې وړاندېزونه مثبت دے۔ده ووئيل د ټاكنو كمېسون هم په كمېټۍ كښې خپل كردار ادا كوي۔د قانون وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل په كومو وړاندېزونو كښې چې د رائيو اتفاق نه كېږي ھغه به ذيلي كمېټۍ ته وړاندې كولې شي۔ د قامي وطن ګوند مشر آفتاب خان شېرپاؤ ووئيل انتخابي اصلاحات د هر سياسي ګوند په مفادو كښې دي٬ زياتره وړانديزونو ته حتمي شكل وركړې شو او پاتې ته به هم ډېر زر حتمې شكل وركړې شي۔ سیّد نوید قمر ووئيل په زياتره نكاتو پېشرفت شوې دے او په ځينو به نورو غور كولې شي۔ سناتور شبلي فراز ووئيل كميټي په انتخابي اصلاحاتو په مثبت ډول كار كوي۔په غونډه كښې د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق او انوشه رحمان هم ګډون وكړو











