د آسټراليا او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د اېشز سېريز دوهم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 16مه نېټه پېل كېږي

اېډېلېډ 12 دسمبر (اے پي پي) د آسټراليا او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د اېشز سېريز دوهم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 16مه نېټه پېل كېږي. د آسټراليا كوربه لوبډلې د پېنځو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې مېچ ګټلے دے. په وړومبي مېچ كښې د آسټراليا لوبډلې د انګلستان لوبډلې په 9 وكټونو ماتې وركړې وه. د دواړو لوبډلو ترمېنځه دريم ټېسټ مېچ به د دسمبر په 26مه نېټه ، څلورم مېچ به د جنورې كال 2022م په 5مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د جنورې په 14مه نېټه پېل كېږي.