په لبنان كښې د فلسطيني كډوالو په كېمپ كښې د چاودنو په نتيجه كښې 12 كسان ژوبل شوي

بېروت 11 دسمبر (اے پي پي) په لبنان كښې د فلسطيني كډوالو په كېمپ كښې د چاودنو په نتيجه كښې 12 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د طائر ښار څخه درې كلوميټره لرې په برج الشمالي كښې د فلسطيني كډوالو په كېمپ كښې چاودنې شوې دي او په نتيجه كښې ئې 12 كسان ژوبل شوي دي. د ابتدائي اطلاعاتو له مخې چاودنې د ډېزل په ذخيرو …

بېروت 11 دسمبر (اے پي پي) په لبنان كښې د فلسطيني كډوالو په كېمپ كښې د چاودنو په نتيجه كښې 12 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د طائر ښار څخه درې كلوميټره لرې په برج الشمالي كښې د فلسطيني كډوالو په كېمپ كښې چاودنې شوې دي او په نتيجه كښې ئې 12 كسان ژوبل شوي دي. د ابتدائي اطلاعاتو له مخې چاودنې د ډېزل په ذخيرو كښې اور لګېدو نه پس شوې دي كله چې اور د وسلې ګودام ته ورسېدو. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي.