د اروپائي اېتلاف 15 هېوادونو 40 زره ضرورت مند افغان وګړو ته په پناه وركولو اتفاق وكړو

برسلز 10 دسمبر (اے پي پي) د اروپائي اېتلاف 15 هېوادونو 40 زره ضرورت مند افغان وګړو ته په پناه وركولو اتفاق وكړو. د دې خبرې اعلان د اروپائي اېتلاف د كورنيو چارو كمشنر يلوا جوهانسن تېره ورځ د اروپائي اېتلاف د كورنيو چارو د وزيرانو د غونډې نه پس وكړو. د المانې مېډيا له مخې المان به 25 زره ، نېدر لېنډ به 3 زره 459، سپين او فرانس …

برسلز 10 دسمبر (اے پي پي) د اروپائي اېتلاف 15 هېوادونو 40 زره ضرورت مند افغان وګړو ته په پناه وركولو اتفاق وكړو. د دې خبرې اعلان د اروپائي اېتلاف د كورنيو چارو كمشنر يلوا جوهانسن تېره ورځ د اروپائي اېتلاف د كورنيو چارو د وزيرانو د غونډې نه پس وكړو. د المانې مېډيا له مخې المان به 25 زره ، نېدر لېنډ به 3 زره 459، سپين او فرانس به دوه نيم زره كسانو ته پناه وركوي. د اروپائي اېتلاف كمشنر ووئيل چې دا يووالي يو مثاتر كوونكې عمل دے. هغې ووئيل چې داسې كولو سره به د غېر قانوني كډوالو په مخ نيوي كښې هم مرسته وشي. د دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د كډواكو هائي كمشنر اروپائي هېوادونو ته وئيلي وو چې دوي دې په پنځه كلونو كښې 42 زره 500 افغان وګړو ته پناه وركړي.