د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل راتلونكې كال د فرورې په مياشت كښې د بيجنګ په اولمپېكس لوبو كښې د ګډون كولو بلنه قبوله كړه

ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوئټرېش راتلونكې كال د فرورې په مياشت كښې د بيجنګ په اولمپېكس لوبو كښې د ګډون كولو بلنه قبوله كړې ده.د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل وياند سټېفن دوجارك د ورځني بريفنګ په مهال ووئيل چې سېكرټري جنرل ته انټرنېشنل اولمپك كمېټې بلنه وركړې وه كومه چې ده قبوله كړې ده.