وزيراعظم محمد نواز شريف د چين څخه د هانګ كانګ په درې ورځنې دوره لاړو

هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ د چين څخه د هانګ كانګ په درې ورځنې دوره لاړو۔ د هانګ كانك په دوره د روانېدو په مهال په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ او د چين د ژي جيانګ صوبې ګورنر ليانګ لي منګ وزيراعظم رخصت كړو۔ وزيراعظم سره وړومبې مېرمن بېګم كلثوم نواز او د تجارت وزير خرم …

هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ د چين څخه د هانګ كانګ په درې ورځنې دوره لاړو۔ د هانګ كانك په دوره د روانېدو په مهال په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ او د چين د ژي جيانګ صوبې ګورنر ليانګ لي منګ وزيراعظم رخصت كړو۔ وزيراعظم سره وړومبې مېرمن بېګم كلثوم نواز او د تجارت وزير خرم دستګير خان هم دي۔ وزيراعظم په هينګ يو كښې د ژي جيان د سي پي سي كمېټې سېكتر چي جن سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم د اي كامرس د لوئې كمپنې علي بابا د هېډ كوارټرز دوره هم وكړه۔ ده د كمپنې د ميوزم تفصيلي دوره وكړه او وزيراعظم ته د كمپنې د كاميابو او اهدافو په اړه بريفنګ وركړې شو