كراچې 09 دسمبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله ټي ټونټي او د ورځني سېريز كولو لپاره پاكستان ته رارسېدلې ده. د كورونا ټېسټ په منفي راتللو به لوبغاړي ﴿نن﴾ د جمعې د ورځې څخه پرېكټس پېل كوي. د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله د زيارت په ماښام كراچې ته رارسېدلې او د پي سي بي چارواكو ئې هركلے كړے. د كراچې په هوائي اډه د وېسټ …
د وېسټ انډيز كركټ لوبډله د پاكستان په دوره كراچې ته راورسېده

مزید خبریں
كراچې 09 دسمبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله ټي ټونټي او د ورځني سېريز كولو لپاره پاكستان ته رارسېدلې ده. د كورونا ټېسټ په منفي راتللو به لوبغاړي ﴿نن﴾ د جمعې د ورځې څخه پرېكټس پېل كوي. د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله د زيارت په ماښام كراچې ته رارسېدلې او د پي سي بي چارواكو ئې هركلے كړے. د كراچې په هوائي اډه د وېسټ انډيز د لوبغاړو پي سي آر ټېسټ ترلاسه كړے شول او د كورونا نتيجه تر منفي راتللو به ټول لوبغاړي په هوټل كښې قرنطينه وي. د وېسټ انډيز د كركټ لوبډله به د پاكستان دورې په مهال درې ټي ټونټي ا و درې يو ورځني مېچونه كوي. وړومبي ټي ټونټي مېچ به د دسمبر په 13مه نېټه په كراچې كښې كېږي. د پاكستان د كركټ قامي لوبډله هم د بنګله دېش د كاميابې دوره نه د زيارت په ورځ هېواد ته رارسېدلې ده.











