هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او چين دوستي پھ هر ازمېښت پوره ختلې٬ دواړه هېوادونه به په نړيوالو فورمونو شريكه مرسته لار پراخا كړي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د كميونسټ ګوند د ژي جيانګ د صوبائي كمېټې سېكتر چي جن سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پاكستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په …
د پاكستان او چين دوستي پھ هر ازمېښت پوره ختلې٬ دواړه هېوادونه به په نړيوالو فورمونو شريكه مرسته لار پراخا كړي
هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د پاكستان او چين دوستي پھ هر ازمېښت پوره ختلې٬ دواړه هېوادونه به په نړيوالو فورمونو شريكه مرسته لار پراخا كړي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د كميونسټ ګوند د ژي جيانګ د صوبائي كمېټې سېكتر چي جن سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پاكستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د پاكستان او چين ورورولي د فولادو نه قوي ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په نړيوالو فورمونو د شريكې مرستې د لار پراخا كولو عمل روان وي۔ ده ووئيل چې د چين او پاكستان اقتصادي لار د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د يو بېلټ يو سړك د نظريې عكاسي كوي۔ د كمېټې سېكتر د وزيراعظم هركلې كولو سره ووئيل چې د پاكستان او چين اړيكې تاريخي او كلتوري دي۔ ده وزيراعظم د چين د ژي جيانګ صوبې د پرمختګ په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل چې د دې صوبې او د پاكستان د كاروباري ټولنې ترمېنځه قوي اړيكې دي۔ ده ووئيل چې د تجارتي مرستې لا زياتولو ضرورت دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم محمد نواز شريف دورې سره به د دواړو هېوادونو روابط لا مستحكم شي











