هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ د چين په ژي جيانګ ولايت كښې د نړۍ تر ټولو نه د لوئې آن لائن كمپنې علي بابا ګروپ د هېډكوارټر دوره وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم سره د تجارت وزير انجينئر خرم دستګير خان هم موجود و۔ هېډكوراټرز ته په رسېدو د علي بابا ګروپ اېګزېكټو چيئرمېن جيك ما د وزيراعظم هركلې وكړو۔ …
وزيراعظم محمد نواز شريف د چين په ژي جيانګ ولايت كښې د نړۍ تر ټولو نه د لوئې آن لائن كمپنې علي بابا ګروپ د هېډكوارټر دوره وكړه
هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د نهې په ورځ د چين په ژي جيانګ ولايت كښې د نړۍ تر ټولو نه د لوئې آن لائن كمپنې علي بابا ګروپ د هېډكوارټر دوره وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم سره د تجارت وزير انجينئر خرم دستګير خان هم موجود و۔ هېډكوراټرز ته په رسېدو د علي بابا ګروپ اېګزېكټو چيئرمېن جيك ما د وزيراعظم هركلې وكړو۔ ده وزيراعظم ته ووئيل چې دا كمپني په كال 1999م كښې جوړه كړې شوې او اوس د نړۍ د ټولو نه د لوئې آن لائن كمپنې درجه درجه كړې۔ وزيراعظم د علي بابا د ميوزم دوره وكړه چرته چې ده ته د كمپنې د تاريخ او پروفائل په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د ګروپ مشر وزيراعظم ته ووئيل چې كمپنې هره ورځ د 18 اربه ډالرو ريونيو ترلاسه كولو ريكارډ جوړ كړے۔ وزيراعظم ته د كمپنې د كاركردګې٬ كاميابې او د اهدافو په اړه تفصيلي برېفنګ وركړے شو











