د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په عراق كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه وكړه

ملګرې ملتونه 09 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په عراق كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د ملګرو ملتونو د اړخه جارې شوې يو بيان په اړه ووئيل د سلامتي کونسل غړو تيره ورځ بصره كښې د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كړې ده كومو كښې چې څلور كسان مړه او 20 نور ژوبل شوې وو،غړو په شمالي عراق كښې د ترهه ګرۍ بريدونو هم غندنه كړې د كومو ذمه واري چې داعش قبوله ګړې وه، په دې بريد كښې 13 كسان مړه شوې ؤ۔