د روغتيا نړيوالې ادارې د افغانستان قندھار ولايت كښې نوې ټراما سېنټر كار پيل كړو

کابل 09 دسمبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې د افغانستان سوئيلي ولايت قندھار كښې نوې ټراما سينټر كار پيل كړې دې۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا نړيوالې ادارې د زيارت په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ووئيل ادارې په افغانستان كښې د روغتيا آسانيو وركولو هڅو ترمخه د يورپين کمېشن سول پروټيکشن اينډ هيومينيټيرين ايډ په مرسته د قندھار ولايت سپن بولدك ولسوالۍ كښې نوې روغتون ټراما کيئر يونټ (ټي سي يو) په ودانۍ كار پيل كړې كوم به چې په درې نيمو مياشتو كښې بشپر شي۔ د روغتيا نړيواله اداره په افغانستان كښې 130 ټراما کيئر يونټس (ټي سي يوز) كښې مرسته كوي۔