په ملګرو ملتونو كښې چينائي سفير د كډوالو په معامله د يووالي غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 08 دسمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې چينائي سفير د كډوالو په معامله د يووالي غوښتنه كړې. د سلامتي كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې په ملګرو ملتونو كښې د چين دائمي استازي ژانګ جون ووئيل چې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د شمېرو له مخې په نړيواله كچه د ګډواكو او بې كوره كسانو شمېره مخ په زياتېدو ده او دا شمېره په دې وخت كښې 82 مليونه ده. ده ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د انسانيت د جذبې له مخې په دې لړ كښې كار او مرسته وكړي چې دغسې كډوالو ته د نړيوال قانون له مخې تحفظ وركړې شي. ده ووئيل چې په لېبيا، سوريه او افغانستان كښې د خلقو ستونزې كمولو لپاره د بيارغونې او اقتصادي مرستې ضرورت دے.