ډھاکه ټېسټ، پاکستان په وړومبي اننګز كښې د څلورو لوبغاړو په زيان په 300 رنز جوړولو آٶټ ډكليئر كړو

ډھاکه 07 دسمبر (اے پي پي)پاکستان د ډھاکه ټېسټ په څلورمه ورځ خپل وړومبي اننګز كښې د څلورو لوبغاړو په زيان د 300 رنز به جوړولو آٶټ ډكليئر كړے٬ بابر اعظم 76 او اظهر علي 56 رنز جوړولو سره آٶټ شوي٬ محمد رضوان 53 او فواد عالم 50 رنز سره ناټ آٶټ پاتې شول ۔ د بنګله دېشپه اننګر كښې د ساجد خان د تباه كن باٶلنګ له امله په 76 رنز اووه لوبغالي سوځېدلي٬ ساجد خان د 35 رنز په عوض 6 لوبغاړي اٶټ كړي۔ د څلورمې ورځې لوبه د رڼا خراب پوزيشن له امله د ټاكلي وخت نه وړاندې ختمه كړې شوه ۔ كوربه لوبډلې ته د فالو آن نه بچ كېدو لپاره نور 25 رنز پكار دي