لاهور 15 مئي (اے پي پي)د پاکستان او وېسټ اېډيز ترمېځه د درې ټېسټ مېچونو په سېرېز كښې تر ټولو زيات رنزونه د وېسټ اېډيز لوبغاړي روسټن چيز او په باٶلنګ كښې د پاكستان كركټ لوبغاړي او سپين بولر یاسر شاہ سر فهرست دے۔ روسټن چيز د درې ټېسټ مېچونو په سېريز په 6 اننګز كښې د 100.75 اوسط سره 403 رنز جوړ كړي چې پكښې دوه سل سل او …
د پاكستان او وېسټ اېډيز په سيريز كښې روسټن چيز په بېټنګ او ياسر شاه په باٶلنګ كښې سر فهرست دي
لاهور 15 مئي (اے پي پي)د پاکستان او وېسټ اېډيز ترمېځه د درې ټېسټ مېچونو په سېرېز كښې تر ټولو زيات رنزونه د وېسټ اېډيز لوبغاړي روسټن چيز او په باٶلنګ كښې د پاكستان كركټ لوبغاړي او سپين بولر یاسر شاہ سر فهرست دے۔ روسټن چيز د درې ټېسټ مېچونو په سېريز په 6 اننګز كښې د 100.75 اوسط سره 403 رنز جوړ كړي چې پكښې دوه سل سل او دوه نيمې سنچرۍ شاملې دي ۔ مصباح الحق په دوېم لمبر دے چا چې د درې مېچونو په 6 اننګز كښې 67.75 اوسط سره 271 رنز جوړ كړي۔ ياسر شاه په 3 ټېسټ مېچونو كښې په 6 اننګز كښې د 21.96 په اوسط 25 لوبغاړي سوځولي دي دغسې د وېسټ انډيز ګېبرېل په دوېم لمبر دے ھغه د 18.80 اوسط سره 15 لوبغاړي سوځولي او محمد عباس په درېم لمبر دے ھغه د 19.20 اوسط سره 15 لوبغاړي سوځولي دي










