اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو٬ خپرونو او د قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د كركټ قومي لوبډلې ته د وېسټ انډيز په ضد په تاريخي كاميابي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پاكستان په وېسټ انډيز كښې په وړومبي ځل ټېسټ سېريز ګټلو سره تاريخ رقم كړے او په دې ټول لوبغاړي او د لوبډلې انتظاميه د مباركې حقداره ده۔ د ګل په ورځ په …
لوبغاړو قوم ته خوشحالې وركړې او د هېواد نوم ئې روښانه كړے۔ مريم اورنګزېب
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو٬ خپرونو او د قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د كركټ قومي لوبډلې ته د وېسټ انډيز په ضد په تاريخي كاميابي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پاكستان په وېسټ انډيز كښې په وړومبي ځل ټېسټ سېريز ګټلو سره تاريخ رقم كړے او په دې ټول لوبغاړي او د لوبډلې انتظاميه د مباركې حقداره ده۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د كركټ د قومي لوبډلې د لوبغاړو كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ لوبغاړو قوم ته خوشحالي وركړې او د هېواد نوم ئې روښانه كړې۔ هغې ووئيل چې په محنت٬ عزم او جذبه چې هر يو كار كړے شي نو الله تعالي كاميابي وركوي۔ هغې ووئيل چې د مصباالحق او د يونس خان په ژوند كښې يو بل كامياب باب جوړ شوے۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د لوبو ودې لپاره ټول ضروري اقدامات كولې شي۔ حكومت د لوبغاړو ډاډګېرنې او اسانيو لپاره په هره كچه كار كوي۔











