بيجنګ 15 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ د بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د ګړدي مېز په غونډو كښې ګډون وكړو۔ په دې غونډو كښې په كنفرنس كښې ګډون كوونكو نورو نړيوالو مشرانو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع مربوط پرمختګ لپاره د نزدې شركت د امكاناتو جاج واخستل شو۔ د ګړدي مېز غونډو موضوع د شريك شركت لا موثر كولو او …
وزيراعظم محمد نواز شريف د بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د ګړدي مېز په غونډو كښې ګډون وكړو
بيجنګ 15 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ د بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د ګړدي مېز په غونډو كښې ګډون وكړو۔ په دې غونډو كښې په كنفرنس كښې ګډون كوونكو نورو نړيوالو مشرانو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع مربوط پرمختګ لپاره د نزدې شركت د امكاناتو جاج واخستل شو۔ د ګړدي مېز غونډو موضوع د شريك شركت لا موثر كولو او مربوط پرمختګ لپاره د رابطو وده او مرسته ټاكل شوې۔ دا مذاكرے د بېجنګ په يانچي لاكي نړيوال كنفرنس سنټر كښې وشوې په كومو كښې چې د وزيراعظم محمد نواز شريف نه علاوه د چين اولس مشر شي جن پنګ او نورو نړيوالو مشرانو هم ګډون وكړو۔ د فورم په دويمه ورځ د ګل په ورځ نړيوالو مشرانو په وركنګ لنج كښې هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د يو بېلټ يو سړك په پروژه خبرې وشوې۔











