په افغانستان كښې به د راروان كال په مهال 2 كروړه 40 لكه كسانو له مرستې ته اړټيا وي۔د ملګرو ملتونو ادارې رپورټ

ملګري ملتونه 03دسمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو د امدادي هلو ځلو ادارې او سي اېچ وئېلي چې ملګري ملتونه او شراكتدار د نړۍ تر ټولو لويې هنګامي صورتحال لرونكې هېواد په افغانستان كښې د مرستې وركولو په مهال د حاجتونو جاج اخلي۔د چين خبر رسنې ادارې تېره ورځ په جنيوا كښې د نړيوالې بشري همدردۍ جاج اخستلو 2022 په اړه رپورټ كښې وئيلي دي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو لويې هنګامي صورتحال سره مخ هېواد كښې يو دے چرته چې به د راروان كال په مهال 2 كروړه 40 لكه كسانو له مرستې ته اړټيا وي۔دفتر ووئيل چې د تېرو 7 ورځو په مهال څلورو صوبو بد خشاں٬بغلان٬تخار او پروان كښې دوه لكه 80 زره كسانو له غذائي څيزونه٬د روانې اونۍ په مهال پايه تخت كابل٬غور ولايت او پروان ولايت كښې 20 زره كسانو له د مرستې روپۍ او نور سامان وركړې شوې دغسې په راتلونكو ورځو كښې به مشرانو وګړو٬مېرمنو او معذوره كسانو پشمول 15 زره كسانو له انساني مرسته وركولې شي۔د ملګرو ملتونو دفتر ووئيل ستمبر نه تر دسمبر مياشت په مهال افغانستان لپاره د 606 ملين ډالره فنډ ته اړتيا ده