د مور په خپلولۍ كښې د نړۍ د ښكلا ټول رنګونه پټ دي

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي﴾د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د مور په خپلولۍ كښې د نړۍ د ښكلا ټول رنګونه پټ دي٬مور هغه هستي ده د كومې عظمت بيانولو له چې الفاظ نشته۔د اتوار پھ ورځ د مياندو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې دې ووئيل د مور رشته د قربانۍ٬جذبې او مينې مجموعه ده۔دې ووئيل د مور په خپلولۍ …

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي﴾د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د مور په خپلولۍ كښې د نړۍ د ښكلا ټول رنګونه پټ دي٬مور هغه هستي ده د كومې عظمت بيانولو له چې الفاظ نشته۔د اتوار پھ ورځ د مياندو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې دې ووئيل د مور رشته د قربانۍ٬جذبې او مينې مجموعه ده۔دې ووئيل د مور په خپلولۍ كښې د نړۍ د ښكلا ټول رنګونه پټ دي او مور يو لويې رحمت دې۔د اطلاعاتو وزيرې ووئيل د مور سره مينه كول پھ ژوند كښې د لويې څښتن او د هغه د رسول ۖ د راضي كولو ذريعه ده۔جنت د مور د پښو لاندې دے او د هغې طلب او ترلاسه كول د ټولو مسلمانانو وړومبې خواهش دے۔دې ووئيل مور د خفګان او مصيبتونو څخه د بچ كېدو ذريعه ده۔مريم اورنګزېب ووئيل بايد د مياندو سره تل مينه وكړې شي ځكه چې د مور په راضي كولو كښې د لوے څښتن رضا ده۔